په روزګان ولایت کې محتسبینو ته څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۴۰
khtm_smynar_dr_rwzgan.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په روزګان ولایت کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.

دا څلور ورځنی روزنیز سمینار، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخو کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې د قانون اورولو سر بېره د محتسبینو ظرفیت لوړونه، له خلکو سره غوره چلند او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.

له محتسبینو وغوښتل شول، چې په دعوتي برخه کې له غوره اسلوب څخه کار واخلي او پر هغوی یې ټینګار وکړ، چې په ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه دي عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

دغه راز محتسبین د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ د ځان په ګټه بولي او زیاتوي، چې له دې سره به په ټولنه کې د ډېری منکراتو مخه په ښه ډول ونیول شي او دوی به تر پخوا په قوي ډول د ټولنې د سمون لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. 

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو له لوري د هېواد په نورو ولایتونو کې هم سمینارونه پای ته رسېدلي چې د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ به دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۲۰
Background image

محتسبینو په بغلان ولایت کې یو خطرناک کوډ ګر نیولی دی

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د بغلان ولایت محتسبینو د عامه ذهنیت د سمون، غیر اسلامي کړنو د مخنیوي او د یو اسلامي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت، د ټولنیز  او اخلاقي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۱۷
Background image

محتسبینو  د هېواد په څلورو ولایتونو کې  پنځه مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا،کابل، پروان او فاریاب ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په دې برخه کې د ناوړه دودنو د مخنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS