په خوست او فراه ولایتونو کې دوه اوږدمهالې شخړې حل شوې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۸:۱۴
khwst_aw_frah_ky_smny_hl_

د خوست او فراه ولایتونو د محتسبینو په هڅو، د کلیوالي ستونزو له امله راپورته شوې دوه اوږدمهالې شخړې حل او په دوستۍ بدلې شوي دي.

د خوست ولایت محتسبینو د یاد ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شل (۲۰) کلنه شخړه چې د ګڼ شمېر ستونزو، ناخوالو او د دواړو کورنیو ترمنځ د اړیکو پرې کېدو لامل شوې وه د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړیتوب حل او فصل کړې ده.

بلخوا د فراه ولایت محتسبینو هم په یو ورته اقدام کې د یاد ولایت مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ د کلیوالي ستونزو له امله راپورته شوې شخړه په سوله ‌ییزه توګه حل او د‌ دواړو لوریو ترمنځ روغه کړې ده.

په دې تړاو ناستو کې محتسبینو د اسلام له نظره د سولې پر ارزښت خبرې کړي او له ښکېلو اړخونو یې غوښتي څو خپلې ستونزې د اسلامي اصولو په رڼا کې د خبرو اترو له لارې حل کړي. هغوی همداراز ډاډ ورکوي چې د ټولنې اصلاح او ورته شخړو مخنیوي کې به بشپړه هڅه کوي.

ورته مهال ځایي اوسېدونکي د محتسبینو کړنې ستایي او وایي چې د ټولنې اصلاح، سمون او مثبت بدلون لپاره د محتسبیو شتون اړین دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS