پروان کې محتسبینو یوه مېرمن له پنځه کلن کورني بند څخه وژغورله

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۴۵
dr_prwan_yk_zn_az_zlm_njat_yaft.jpg

 پروان کې محتسبینو د خپلو هڅو په دوام او د مېرمنو د شرعي حقونو خوندیتوب په موخه د باګرام ولسوالۍ په دهن میدان سیمه کې یوه مېرمن، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د کورنۍ د غړو له لوري له فزیکي ځورونې او تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله.

 محتسبین وایي: یاده مېرمن، چې له  تېرو پنځو کلونو راهیسې په کورني بند کې ساتل کېدله او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه، د محتسبینو له لوري تر ژغورلو وروسته له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

محتسبین ډاډ ورکوي، چې په ټول توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو رواجونو مخه به نیسي، چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۹:۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۳۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په سرپل، نورستان، جوزجان، بامیان، میدان وردګ، تخار او نیمروز ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د قتل، مېرمنو حقونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۸:۴۷
Background image

هرات کې محتسبینو له ځایي مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره  د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې

 د هرات ولایت محتسبینو د ځایي مسؤلینو په ګډون له دیني عالمانو او قومي مخورو  سره  د امر بالمعروف وزارت د قانون د لا ښه تنفیذ او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

غزني کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

 غزني کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې په دې ولایت کې یوه کونډه، چې خسرګنۍ یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د. . .

BACK TO NEWS