هلمند کې ناروغ کس ته د ودېدونکې ځوانې مېرمنې د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۳:۵۴
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د هلمند ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال د هغې مېرمنې د غیر شرعي نکاح مخه ونیوله، چې څه موده وړاندې یې خاوند وفات شوی و او د خسرګنۍ غړو یې غوښتل، چې د مېرمنې له خوښې پرته یې یوه بل کس ته په نکاح کړي.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبینو وویل: یاده مېرمن چې خاوند یې وفات شوی و، د یادې مېرمنې د خسرګنۍ غړو غوښتل چې نوموړې مېرمن د بې معنی غیرتونو او تربورګلوۍ په اساس یوه بل ناروغ کس ته د هغې له خوښې پرته په نکاح کې کړي، چې د محتسبینو له لوري د دې ناوړه پېښې مخه ونیول شوه.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۲۲
Background image

د امر بالمعروف وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته يو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا د یاد وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته "د دعوتي چارو د لا پیاوړتیا او په دې برخه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۷
Background image

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت د معین په توګه معرفي او په دنده پیل وکړ

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د عالي مقام حکم پر بنسټ، په یوې رسمي غونډه کې چې د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې اووه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، غور، لغمان او نورستان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې. . .

BACK TO NEWS