هلمند کې محتسبینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۱:۳۷
yk_zn_dr_hlmnd_njat_yaft

د هلمند ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو یوه مېرمن، چې له اوږدې مودې راهیسې د خپل خاوند له لوري په فزیکي او رواني ډول ځورول کېدله او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو په هڅو وژغورل شوه.

 مسؤلین وایی: یاده مېرمن، چې د خپل خاوند له لوري له رواني او فزیکي ځورونې سره مخ وه او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه وروسته له هغه یې مخه ونیول شوه چې یاده مېرمن د خپلو شرعي حقونو د غوښتنې په موخه د یاد ولایت محتسبینو ته د قضیې د حل په موخه عارضه شوه.

دغه راز  محتسبینو د نوموړې مېرمنې خاوند ته د اسلام په مبارک دین کې د ښځو پر ارزښت او د هغوی د حقونو په تړاو خبرې وکړې او له هغه یې ژمنه واخیسته چې په راتلونکي کې به داسې غیر شرعي کړنې نه تر سره کوي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو په ټول هېواد کې یې تر ډېره حده د مېرمنو  پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو مخه نیولې او پر مېرمنو د ناوړه دودیزو دودونو کچه یې د پخوا په پرتله را کمه کړې ده، چې پر اساس یې مېرمنې کولی شي په ازاد ډول د خپلو شرعي حقونو غوښتنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۹
Background image

د هېواد په شپږ ولایتونو کې (۱۰) مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورل شوې

  امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د نیمروز، بدخشان، پروان، بلخ، بادغېس او زابل ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا لس مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۶
Background image

روزګان کې محتسبینو یوه مېرمن له یو کلن کورني بند څخه وژغورله

د روزګان ولایت محتسبینو د خپلو هڅو په دوام او د مېرمنو د شرعي حقونو خوندیتوب په موخه  د دې ولایت په مرکز ترین کوټ خیرو کارېز سیمه کې یوه مېرمن، چې له تېر یوه کال راهیسې د کورنۍ د غړو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۵۷
Background image

بدخشان کې محتسبینوشپږ شخړې حل کړې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د بدخشان ولایت محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي. . .

BACK TO NEWS