هلمند کې د یوې مور په ګډون دوه لوڼې له کورني بند څخه ازادې شوې 

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۹:۱۵
dr_hlmnd_yk_mshkl_khanwadh_hl_shd-_pshtw.jpg

د هلمند ولایت محتسبینو د خپلو هڅو په دوام او د مېرمنو د شرعي حقونو د خوندیتوب په موخه  د دې ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د یوې مور په ګډون دوه لوڼې د خپلو ترونو له فزیکي ځورونې، کورني ظلم او تاوتریخوالي څخه وژغورلې.
په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: یاده کونډه مېرمن چې له خپلو دوو لوڼو سره له اوږدې مودې راهیسې د خپل خاوند د وروڼو او د نجونو د ترونو له لوري له فزیکي او رواني ځورونې او کورني تاوترخوالي سره مخ وې د محتسبینو له لوري وژغورل شوې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.
د محتسبینو په وینا: یادې نجونې چې د خپلو ترونو له لوري له ناوړه چلند سره مخ وې او یوه میاشت په کورني بند کې ساتل شوې وې د محتسبینو له لورې له کورني بند څخه ازادې شوې.  

 محتسبین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو روایتونو مخه به نیسي چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS