ننګرهار کې د امر بالمعروف مسؤلینو هغه مېرمن ژغورلې چې د کورني تاوتریخوالي له امله یې غوښتل ځان وژنه وکړي

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۳۴
njat_yk_zn_dr_nngrhar.jpg

د ننګرهار ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې په شیرزادو ولسوالي کې یوه مېرمن، چې د شدید کورني تاوترخوالي له امله یې غوښتل ځان وژنه وکړي ژغورلې ده.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یاده مېرمن، چې  له تېرو شپږو کلونو راهیسې د خاوند د ناوړه چلند له امله د پلار په کور کې اوسېدله او څو ځله یې د ځان وژنې هڅه کړې وه، د مسؤلینو په هڅو د یادې مېرمنې او خاوند تر منځ جوړه وشوه او نوموړې مېرمن له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په سیمه کې د ټولو منکراتو او ناوړه پېښو په مخنیوي کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې په سمون کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو په تېره اسد میاشت کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۲۴) بېلا بېلې قضیې حل کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS