ننګرهار کې د امر بالمعروف مسؤلینو دوه مېرمنې له دوه کلن کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۹
hqwq_znan_-_nngrhar.jpg

د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو دوه هغه مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د خاوندانو د ناوړه چلند له امله د خپلو پلارونو په کورونو کې اوسېدلې او بې سر نوشته پاتې وې.

په دې تړاو د یاد ولایت مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د خپلو خاوندانو او د هغه د کورنۍ له‌خوا له فزیکي او رواني تاوتریخوالي، ناوړه چلند او وهلو ټکولو سره مخ وې او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو له شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

محتسبینو د یادو مېرمنو د خسرګنۍ له غړو سره په اصلاحي ناستو کې د اسلام په مبارک دین کې د مېرمنو د حقونو په تړاو خبرې وکړې او له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه تېره عقرب میاشت کې د مېرمنو (۱۲۴) بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې او ډاډ څرګندوي چې په پوره توان به د هغو ټولو بدو پېښو مخه نیسي، چې له امله یې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS