ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۱۳
nnkrhar_mhtsbynw_ywh_njly_d_zyatw_pysw_ph_bdl_k_lh_wrkwlw_wzhghwr.jpg

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب یوه پېغله نجلۍ، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته ورکړي د محتسبینو له لوري وژغورل شوه.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مسؤولینو وویل: یاده نجلۍ چې د پچیرا ګام ولسوالۍ اوسېدونکې ده، د کورنۍ غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته په غیر شرعي نکاح ورکړي، چې محتسبینو یې مخنیوی وکړ.

دغه راز یاد مسؤلین ډاډ ورکوي، چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او په پوره توان به د هغو ټولو بدو پېښو مخنیوی کوي، چې له امله یې د مېرمنو حقوق له ګواښ سره مخ وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند د ناخوښه ودولو، کورنيو بندخونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث د زرګونو پېښو مخه نیولې او د مېرمنو د حقونو د خونديتوب په برخه کې خپلې هڅې جاري ساتي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS