میدان وردګ کې د (۱۲) کلن کورني تاوتریخوالي قرباني شوې مېرمن د محتسبینو له لوري وژغورل شوه

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۱۳
mydan_wrdk-_hl_akhtlafat_12_salh_-pshtw.jpg

 

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالۍ محتسبینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو ورکړې او ساتنې اړوند د نوي جوړ شوي قانون له مخې یوه مېرمن له دوولس کلن کورني تاوتریخوالي څخه وژغورله.

محتسبین وایي: یاده مېرمن چې د جلرېز ولسوالۍ سنګلاخ درې اوسېدونکې ده، چې له تېرو (۱۲) کلونو راهیسې د خپل خاوند له لوري له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وه، د محتسبینو له لوري وژغورل شوه.

ورته مهال د فاریاب او زابل ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په یوه بل غوره اقدام کې هم دوه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې او د کورنیو له غړو یې وغوښتل چې له مېرمنو سره غوره چلند وکړي او د تاوتریخوالي ډکو پېښو له تر سره کولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ د هېواد په کچه د مېرمنو د حقونو اړوند (۲۴) قضیې حل کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS