مولوي اختر محمد ثاقب :خپل ماشومان مو د قران کریم له لوستلو سره اشناکړئ.

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۷ - ۹:۱۸

د ارزګان ولایت د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست محتسبینواو د یاد ولایت د امر بالمعروف رئیس ملولوي اختر محمد ثاقب په شمول د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ په جامع جومات کې د قران کریم د ختم په مورِد رابلل شوې ناستې کې ګډون درلود.

چې په ناسته کې د امر بالمعروف په اهمیت او هدف او همدا شان د قران کریم پر فضیلت مفصلې خبري وشوې.
ناستې ته مولوي اختر محمد ثاقب په خبرو کې وویل:
که په یوه ټولنه کې امر بالمعروف او نهی عن المنکرموجود نه وي په هغه ټولنه کې د هر ډول جرایمو د پېښېدلو امکان شته او مغرض کسان حدود په پام کې نه نیسي او نه به په هغه ټولنه کې دومره څوک وي چې مجرمین له جرمو نو را وګرځوي.

نوموړي په همدې تړاو زیاته کړه: که په یوه ټولنه کې امر بالمعروف موجود وي د هغې ټولنې وګړي به د یو هوسا او ارام ژوند درلودونکي وي ځکه چې دا مر بالمعروف دی چې په ټولنه کې د جرایمو کچه راکموي او ټولنه د ارامتیا او ثبات په لوري بیایي او همدا شان دا د الله ج امر دی چې تاسې په معروف امر وکړئ او له منکراتو نه ځانونه او ټولنه وژغورئ ځکه چې همدا د خلکو له پاره د خلاصون او بقا لاره ده.
نوموړي همدا راز د قران کریم په فضیلت مفصلې خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې خپل ځانونه او کورنۍ د قران کریم له لوستلو سره اشنا کړي.

نوموړي همدا رنګه په ګډون والو غږ وکړ چې د اسلامي امارت مرسته وکړي او د منکراتو په مخنیوي کې لازمه همکاري وکړي چې خلکو ورته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف وزارت له خوا دلیدنو دا روزنیزه لړۍ دهیواد په ځینو ساحو کې پای ته رسېدلې او په ځینو کې لاهم جریان لري .
۱۴۴۳/۹/۲۴

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۸:۴۰
Background image

محتسبینو په زابل ولایت کې د ځمکې پر سر راپورته شوې اووه کلنه شخړه حل کړه

 زابل ولایت محتسبینو د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې د دې ولایت په شملزو ولسوالۍ ځنځیر سېمه کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې اووه کلنه شخړه، چې د دواړو خواوو سلګونه د لمریزې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۸:۳۰
Background image

فاریاب کې محتسبینو یو کس د شراب جوړولو په جرم نیولی دی

 د فاریاب ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر مهال په قیصار  ولسوالۍ کې یو کس د شراب جوړولو په جرم له (۱۰) لېټره خمر شویو ممیزو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۱۱
Background image

د زابل په مرکز او ولسوالیو کې محتسبینو اووه شخړې حل کړې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو په مرکز قلات او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي. . .

BACK TO NEWS