محتسبین: خپل منځي شخړې نوی نسل د بدیو دوام ته هڅوي چې باید ډډه ترې وشي

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۰:۳۶
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د فراه ولایت محتسبینو د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو قومونو ترمنځ(۱) کلنه دښمني چې د ګڼ شمېر ستونزو، ناخوالو او د دواړو قومنو ترمنځ د اړیکو پرې کېدو لامل شوې وه په دوستۍ بدله کړه.

په دې پار جوړې شوې ناستې ته، محتسبینو پخپلو خبرو کې د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل،  خپل منځي شخړې نوی نسل د بدیو دوام ته هڅوي، ټولنه د بې اتفاقۍ لور ته ټېل وهي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي چې باید مخه یې ونیول شي.

محتسبینو همدا راز زیاته کړه ، د اسلامي امارت د هرې برخې مسؤلین هڅه کوي تر څو د هېواد والو له پاره د ارام ژوند تېرولو زمینه برابره کړي او چاته دا اجازه نه ورکوي چې ګډوډیو او بې اتفاقیو ته لار هواره کړي.

 ورته مهال دیني عالمانو، قومي مخورو او د پېښې ښکېلو اړخونو هم د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو اصلاحي  کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې مسؤلین، قومي مخور او متنفذین  باید د خلکو ترمنځ د شته ستونزو د‌ هواري لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د د ې ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو پخپلو هڅو په ټولنه کې د بدیو مخه نیولې چې ځایي خلک یې له کړنو هر کلی کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS