محتسبینو په کابل او لوګر ولایتونو کې درې کوډګر نیولي دې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۴۷
dstgyr_sh_jadwgr_dr_kabl_w_lwgr.jpg

  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کابل او لوګر  ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال درې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.

 مسؤولین وایي: درې تنه هغه خطر ناک کوډګر یې د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولي چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له خلکو څخه پیسې اخیستلې او ناروا کړنې یې تر سره کولې نیولي، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین همدا زار ډاډ څرکندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۵۰
Background image

د زابل ولایت محتسبیو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په شملزو ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۴۰
Background image

ننګرهار ولایت کې محتسبینو یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ننګرهار ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا یوه  مېرمن، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دوونو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

محتسبینو په ننګرهار ولایت کې دوه مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ننګرهار ولایت کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه دوه مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له. . .

BACK TO NEWS