محتسبینو په کابل، خوست، پکتیا،سمنګان او تخار ولایتونو کې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره  د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۲۴
mhtsbyn_aslahy_brgzar_krdnd.jpg

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کابل، خوست، پکتیا، سمنګان او تخار ولایتونو محتسبینو  د ځایي مسؤلینو په ګډون له دیني عالمانو، قومي مخورو  او ځوانانو  سره  د امر بالمعروف وزارت د قانون د لا ښه تنفیذ او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه ناستې وکړې .

د همغږۍ په موخه په جوړو شویو ناستو کې ګډون والو د اسلامي نظام د قوانینو پر تطبیق، تنفیذ او اغېزمنتیا هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د اسلامي نظام د رامنځته کېدو او حاکمیت لپاره ملت لویې قربانۍ ورکړې دي لازمه ده، چې د همدې قربانیو او ارزښتونو د ساتنې لپاره د اسلامي شریعت قوانین په پوره اخلاص او ریښتینې معنی پلي شي.

دغه راز  ګډون والو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له‌ منځه وړلو او د عامه ذهنیت د سمون پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل نظریات، وړاندیزونه او د همغږۍ طرحې وړاندې کړلې.

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۲۷
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي ولایتونو ته د رسمي سفر په لړ کې د جنوبي ولایتونو له دیني عالمانو، مسؤلینو، متنفذینو او قومي مخورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۳۸
Background image

محتسبینو په بغلان او بلخ ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي

د بلخ او بغلان ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال څلور هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۱۸
Background image

سرپل کې محتسبینو یوه مېرمن له جبري نکاح څخه وژغورله

محتسبینو په سرپل کې د خپلو کړنو پر دوام یوه مېرمن، چې کورنۍ یې غوښتل د ناوړه دودونو او بې معنی غیرت له امله یې د هغې له خوښې پرته یوه سپین ږیري کس په نکاح ور کړي وژغورله او د دې غیر. . .

BACK TO NEWS