محتسبینو په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې اته مېرمنې د شرعي نکاح له حقوقو څخه برخمنې کړې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۴۸
mhtsbyn_dr_pktyka_w_pktya_hqwq_znan_ra_tamyn_krdnd

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا او پکتیکا ولایتونو محتسبینو په مرکز او ولسوالیو کې اته مېرمنې، چې د کورنیو ستونزو او ناوړه دودونو  پر اساس د نکاح له شرعي حقوقو څخه بې برخې وې او د کورنیو غړو یې د شرعي نکاح کولو اجازه نه ورکوله د محتسبینو په هڅو برخمنې شوې.

 د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یادې مېرمنې، چې له اوږدې مودې راهیسې د کورنیو غړو له خپل ځان سره ساتلې وې او د شرعي نکاح حق یې ور څخه اخیستی و د محتسبینو په هڅو له اوږد مهاله محرومیت څخه خلاصې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې اووه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، غور، لغمان او نورستان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۲۷
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي ولایتونو ته د رسمي سفر په لړ کې د جنوبي ولایتونو له دیني عالمانو، مسؤلینو، متنفذینو او قومي مخورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۳۸
Background image

محتسبینو په بغلان او بلخ ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي

د بلخ او بغلان ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال څلور هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په. . .

BACK TO NEWS