محتسبینو په پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې له قومي مخورو او ځوانانو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې 

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۳:۵۲
wlayat.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د خوست، ننګرهار، او پکتیا ولایتونو محتسبینو له قومي مخورو، ځایي اوسېدونکو او ځوانانو سره په ودونو او نورو خوښیو کې د ناوړه دودونو مخنیوي، عامه ذهنیت د سمون او په یادو برخو کې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کولو په موخه اصلاحي ناستې تر سره کړې.
 
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې محتسبینو له قومي مخورو وغوښتل چې په ودونو او نورو خوښیو کې د لوړ ولور او هغو ټولو بدو دودونو مخه ونیسي چې په ټولنه کې د منکراتو خپرېدو ته لار هواروي او پر هغوی یې غږ وکړ چې په ودونو کې د بې ځایه لګښتونو، موسیقي غږولو او اختلاط مخه ونیسي، څو په ټولنه کې الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
 
ورته مهال قومي مخورو او ځوانانو له محتسبینو سره په کارونو کې مرسته او د منکراتو مخنیوی الهي او هېوادنی مسؤلیت یاد کړ او د داسې ناستو جوړول یې له اسلامي نظام سره د همغږۍ او په کارونو کې د مرستې غوره لار وبلله. 

د یادولو ده چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ټولنه کې له اسلامي نظام سره د همکاري، معروفاتو اقامي، منکراتو مخنیوي، په کارونو کې همغږۍ او عامه ذهنیت د سمون په موخه ناستې تر سره کوي چې ور سره په دې برخو کې د پام وړ بدون راغلی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS