محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۲۳ مېرمنې له ظلم او کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۳۲
whatsapp_image_2026-10-31_at_3.34.08_pm.jpeg

 د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په کندهار، تخار، میدان وردګ، روزګان او پکتیا ولایتونو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۲۳ مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.

د یادو ولایتونو مسؤلینو په دې تړاو وویل: یادې مېرمنې له اوږدې مودې راهیسې د خاوندانو د ناوړه چلند له امله له سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، چې د محتسبینو په هڅو بېرته له خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

محتسبینو د یادو مېرمنو د کورنیو له غړو سره تر اصلاحي ناستو وروسته له هغوی څخه ژمنې واخیستلې، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له کولو ډډه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۵۰
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په کندهار، بلخ، لغمان او سمنګان ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، امربالمعروف وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۳۲
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۲۳ مېرمنې له ظلم او کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په کندهار، تخار، میدان وردګ، روزګان او پکتیا ولایتونو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۲۳ مېرمنې، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۹:۲۱
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې۲۲ مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور حقوق وسپارل

 د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په غور، تخار، غزني، زابل او بلخ ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې ۲. . .

BACK TO NEWS