محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۴۵
whatsapp_image_2026-11-14_at_5.10.35_pm.jpeg

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام  د دې وزارت له لارښوونو سره سم د پلازمېنې کابل په ګډون په هرات، غور، دایکندي او سرپل ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي او د با کیفیته موادو بازار ته د وړاندې کولو په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې.

محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې ټینګار وکړ، چې په ورځنیو تجارتي کړنو کې الهي لارښوونې په پام کې ونیسي او له هغو ټولو بدو کړنو لکه سود، احتکار او ترازو کې کم والي څخه ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې محتسبینو په دې برخه کې د خپلو کړنو له شروع سره په ټول هېواد کې زرګونه ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه وړي چې ور سره په بازارونو کې د غیر شرعي کړنو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

غزني کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

 غزني کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې په دې ولایت کې یوه کونډه، چې خسرګنۍ یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام  د دې وزارت له لارښوونو سره سم د پلازمېنې کابل په ګډون په هرات، غور، دایکندي او سرپل ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۲۹
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، د قانون د پلي. . .

BACK TO NEWS