محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۹:۵۵
whatsapp_image_2026-11-26_at_12.55.15_pm.jpeg

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون تخار، پنچشیر، کاپیسا او لغمان ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، امربالمعروف وزارت د قانون د پلي کولو، عامه ذهنیت د سمون او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

محتسبینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه کړنو مخنیوی، مېرمنو د شرعي حقونو تأمین او په کارونو کې د همغږي رامنځته کولو په تړاو خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د قانون په پلي کولو او په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او په ټولنه کې د ناوړه پېښو مخه ونیسي.

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي او د داسې ناستو جوړول یې د ولس او نظام تر منځ د ښې همغږۍ غوره لار وبلله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۵
Background image

بامیان؛ محتسبینو یو تن کوډګر د کوډو له وسایلو سره نیولی دی

 د بامیان ولایت محتسبینو د خپلو کړنو په دوام په ورس ولسوالۍ کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۹:۵۵
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون تخار، پنچشیر، کاپیسا او لغمان ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، امربالمعروف. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۲۹
Background image

امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې 

۱- د اصلاحي او عامه پوهاوي غونډو جوړول:
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، د عامه پوهاوي د کچې. . .

BACK TO NEWS