محتسبینو په نورستان، پکتیا، غور او لغمان ولایتونو کې څلور ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه ژغورلې دې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۳:۵۰
whatsapp_image_2026-11-19_at_1.10.22_pm_1.jpeg

د نورستان، غور، لغمان او پکتیا ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د څلورو مېرمنو د ناخوښې نکاح مخنیوی وکړ، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د بې معنی غیرت او ناوړه دودونو له مخې یې د هغوی له خوښې پرته یې په اجباري توګه په نکاح ورکړي.

 محتسبینو په دې تړاو وویل، د دې غیر شرعي قضیو مخه یې هغه وخت ونیوله، چې د یادو مېرمنو د کورنۍ غړو د ناوړه دودونو له مخې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ورکولې.

محتسبین زیاتوي، هیڅوک نه شي کولی ازاد انسان په پیسو واخلي او یا یې خرڅ کړي. د اسلامي امارت مسؤلین تل په دې هڅه کې دي، چې خلکو ته د ارام ژوند زمینه برابره  کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۳:۵۰
Background image

محتسبینو په نورستان، پکتیا، غور او لغمان ولایتونو کې څلور ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه ژغورلې دې

د نورستان، غور، لغمان او پکتیا ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۹:۲۵
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو هغه کوډګر نیولی چې په انلاین بڼه یې کوډې کولې او د محرمو عکسو په خپرولو یې خلک ګواښل

ننګرهار کې محتسبینو هغه کوډګر چې په انلاین بڼه یې د کوډو او سحر غیر شرعي کړنې کولې او د کورنیو محرمو عکسونو ترلاسه کولو او بیا د هغو په وسیله د ګواښلو او پیسو اخیستلو په جرم نیولی دی.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په تخار، بلخ، زابل او فراه ولایتونو کې۱۶ مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور حقوق وسپارل شول

 د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په تخار،  بلخ، زابل او فراه ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې ۱۶هغو. . .

BACK TO NEWS