ننګرهار؛ محتسبینو هغه کوډګر نیولی چې په انلاین بڼه یې کوډې کولې او د محرمو عکسو په خپرولو یې خلک ګواښل

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۹:۲۵
whatsapp_image_2026-11-19_at_1.10.23_pm.jpeg

ننګرهار کې محتسبینو هغه کوډګر چې په انلاین بڼه یې د کوډو او سحر غیر شرعي کړنې کولې او د کورنیو محرمو عکسونو ترلاسه کولو او بیا د هغو په وسیله د ګواښلو او پیسو اخیستلو په جرم نیولی دی.

محتسبین یې په تړاو وایي: یاد کس چې په انلاین بڼه یې د کوډو ناوړه کړنې تر سره کولې او د محرمو عکسونو په پیدا کولو یې خلک ګواښل او له هغوی څخه یې د پیسو تر څنګ ناوړه غوښتنې کولې نیول شوی چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین زیاتوي چې نیول شوي کوډګر تر دې وړاندې هم له یوې ښځې څخه د کوډو کولو په نوم ۱۰ زره افغانۍ اخیستې وې او وروسته یې د ۲۵ زره نورو افغانیو غوښتنه کړې وه چې د محتسبینو له لوري ونیول شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۸:۵۱
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په تخار، پنجشیر، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، امربالمعروف وزارت د قانون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۸:۴۸
Background image

نورستان کې د محتسبینو په هڅو یوه نجلۍ له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

د نورستان د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د یوې نجلۍ د جبري نکاح مخنیوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۸:۴۱
Background image

محتسبینو په زابل کې درې مېرمنې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې

 محتسبینو په زابل کې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه درې مېرمنې، چې د کورنیو له لوري د خپلې خوښې نکاح او نفقې له شرعي حقونو څخه بې برخې وې. . .

BACK TO NEWS