محتسبینو په غزني او روزګان ولایتونو کې اووه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۹:۲۴
tamyn_hqw_q_yk_zn_dr_ghzny.jpeg

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني او روزګان ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا د یادو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې اووه مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

 مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي و، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۰
Background image

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي جنوب ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال پکتیا کې له دیني عالمانو، متنفذینو او قومي مخورو سره ناسته وکړه

 د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي جنوب ختیځو ولایتونو ته د خپل رسمي سفر پر مهال په پکتیا کې د پکتیکا، خوست، لوګر او غزني ولایتونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۴۸
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره  د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې 

 د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د تخار، سمنګان، کابل، نورستان، پروان، بامیان، پکتیا او کاپیسا ولایتونو محتسبینو  د ځایي مسؤلینو په ګډون له دیني عالمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۴
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي شمالي ولایتونو ته سفر:

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS