محتسبینو د هېواد په پنځو ولایتونو کې لس مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۹:۵۴
hl_hqwq_znan_dr_5_wlayt.jpeg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په غور، جوزجان، پروان، تخار او فاریاب ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه په یادو ولایتونو کې لس مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له شدید کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دې.

مسؤلین یې په تړاو وایي: د یادو مېرمنو له جملې، چې ځینې یې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو د ناوړه چلند له امله د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسېدلې او بې سرنوشته پاتې وې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په سیمه کې د ټولو منکراتو او ناوړه پېښو په مخنیوي کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې په سمون کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۵۰
Background image

د زابل ولایت محتسبیو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په شملزو ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۴۰
Background image

ننګرهار ولایت کې محتسبینو یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ننګرهار ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا یوه  مېرمن، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دوونو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

محتسبینو په ننګرهار ولایت کې دوه مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ننګرهار ولایت کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه دوه مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له. . .

BACK TO NEWS