محتسبینو د هېواد په پنځو ولایتونو کې اته مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۸:۳۷
5_zn_az_zlm_njat_yaft.jpeg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په زابل، غزني، میدان وردګ او  هلمند ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه په یادو ولایتونو کې اته مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له شدید کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دې.

مسؤلین وایي: د یادو مېرمنو له جملې، چې ځینې یې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو د ناوړه چلند له امله د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسېدلې او بې سرنوشته پاتې وې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په سیمه کې د ټولو منکراتو او ناوړه پېښو په مخنیوي کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې په سمون کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۶
Background image

د هېواد په فاریاب او تخار ولایتونو کې شپږ مېرمنو د میراث او ولور شرعي حق تر لاسه کړ

 د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د تخار او فاریاب ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۹
Background image

د هېواد په شپږ ولایتونو کې (۱۰) مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورل شوې

  امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د نیمروز، بدخشان، پروان، بلخ، بادغېس او زابل ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا لس مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۶
Background image

روزګان کې محتسبینو یوه مېرمن له یو کلن کورني بند څخه وژغورله

د روزګان ولایت محتسبینو د خپلو هڅو په دوام او د مېرمنو د شرعي حقونو خوندیتوب په موخه  د دې ولایت په مرکز ترین کوټ خیرو کارېز سیمه کې یوه مېرمن، چې له تېر یوه کال راهیسې د کورنۍ د غړو له. . .

BACK TO NEWS