د امربالمعروف وزارت له لوري کابل ولایت مقام کې د نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره د قانون د پلي کولو او ګډې همکارۍ په موخه ناسته وشوه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۷
whatsapp_image_2026-11-02_at_11.24.52_pm.jpeg

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نظامي معینیت د کابل ولایت مقام د غونډو تالار کې د د فاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، استخباراتو لوی ریاست، زونونو او ولسوالیو نظامي ارګانونو له مسؤلینو او منسوبینو سره د یاد وزارت د قانون د تطبیق، سیرت او صورت جوړونې، د شرعي مسؤلیتونو د ترسره کولو، په نظامي برخه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، له خلکو سره د لا ښه چلند او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ په موخه ناسته وکړه.

د پیل په خبرو کې د یاد وزارت له لوري په کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست کې د منکراتو د ازالې رئیس مفتي عبدالحمید حماد وویل: د داسې ناستو جوړولو موخه په نظامي برخه کې د منکراتو مخنیوی، معروفاتو اقامه او په چارو کې ګډه همکاري کول دي. دښمن هڅه کوي، چې له بېلابېلو لارو ځان خپلو شومو اهدافو ته ورسوي او د نظام خلاف کړنې ترسره کوي؛ چې مخه نیول یې زموږ او ستاسې شرعي مسؤلیت دی.

دغه راز ناستې ته د یاد وزارت نظامي مرستیال شیخ الحدیث خیرجان خیرخوا په خبرو کې وویل: ټولنه د منکراتو د مخنیوي او معروفاتو اقامې لپاره د ذهنیت سمون ته اړتیا لري، تر څو خلک په شعوري ډول د معروفاتو کولو ته متوجه شي او له منکراتو مخ وګرځوي، چې همدا زموږ او ستاسې شرعي مسؤلیت دی.

په جوړه شوې ناسته کې راغلو مسؤلینو هم خبرې وکړې او د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنیوی، له خلکو سره غوره چلند او په دې برخه کې له امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سره مرسته یې خپل شرعي مسؤلیت وباله او ډاډ یې ورکړ چې په پوره توان به په نظامي برخه کې د معروفاتو اقامه کوي او د منکراتو مخه به نیسي.

یاده ناسته د شیخ الحدیث خیرجان خیرخواه صاحب په دعائیه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

د امربالمعروف وزارت له لوري کابل ولایت مقام کې د نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره د قانون د پلي کولو او ګډې همکارۍ په موخه ناسته وشوه

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نظامي معینیت د کابل ولایت مقام د غونډو تالار کې د د فاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، استخباراتو لوی ریاست، زونونو او ولسوالیو نظامي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۴۰
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د څلورمې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د څلورمې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د (۱۷) ګڼې فرمان د پلي کولو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

بلخ؛ محتسبینو یو تن کوډګر د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولی دی

 د بلخ ولایت محتسبینو په شولګره لسوالۍ کې د خپلو کړنو پر دوام هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو. . .

BACK TO NEWS