محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې اته مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۸:۲۵
mhtsbyn_dr_sh_wlayt_8_qdyh_znan_hl_shd.jpeg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په نورستان، غزني او سرپل ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه اته مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له شدید کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دې.

 په تړاو یې مسؤلین وایي: د یادو مېرمنو له جملې، چې ځینې یې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو د ناوړه چلند له امله د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسېدلې او بې سرنوشته پاتې وې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په سیمه کې د ټولو منکراتو او ناوړه پېښو په مخنیوي کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې په سمون کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۵۰
Background image

سرپل کې د محتسبینو په هڅو دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د سرپل ولایت  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د صیاد ولسوالي دره بند  کلي کې د دوو کورنیو تر منځ د قتل د تور له امله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

بلخ کې محتسبینو یو تن کودګر له سحري کتابونو او کوډو له وسایلو سره يو ځای نیولی ده.

 د بلخ محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام د دې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۸
Background image

خوست کې یوه نجلۍ د محتسبینو په هڅو له ناخوښه نکاح څخه وژغورل شوه

د خوست ولایت محتسبینو د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه په تڼیو ولسوالۍ کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب یوه مېرمن، چې د کورنۍ غړو یې. . .

BACK TO NEWS