لوګر کې دوو مېرمنو د محتسبینو په هڅو د میراث له شرعي حق تر لاسه کړ

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۵
dr_lwgr_hq_dw_zn_tamyn_shd.jpeg

د لوګر ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغو مېرمنو ته د میراث شرعي حق وسپاره چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.

 مسؤلین وایي: یادې مېرمې چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو څخه د میراث غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپل شرعي حق په اخیستلو نه وې توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډګ چلند څخه کار واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه سلګونه مېرمنې له کورني تاوترخوالي، کورني بند، غیر شرعي نکاح ګانو او ځان وژنې څخه ژغورلې دي او سلګونه مېرمنې یې د میراث له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۱۹
Background image

ارزګان ولایت کې محتسبینو یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ارزګان ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په دې برخه کې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه یوه  مېرمن، چې د کورنیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۵
Background image

محتسبینو د هېواد په (۷) ولایتونو کې (۲۶) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ننګرهار، غور، زابل، نیمروز، جوزجان، کاپیسا او ارزګان ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۵۰
Background image

د زابل ولایت محتسبیو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په شملزو ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د. . .

BACK TO NEWS