لغمان کې محتسبینو (۱۶)کلنه دښمني، چې د قتل لامل شوې وه حل کړه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
dr_lghman_dshmny_16_salh_khtm_shd.jpg

 د لغمان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ (۱۶) کلنه دښمني چې د دووکسانو د قتل لامل شوې وه حل او د دواړو کورنیو ترمنځ روغه وکړه.

دا اوږد مهاله دښمني چې د یادو کورنیو تر منځ د دوو کسانود قتل او د دوامداره شخړو لامل شوې وه د یاد ولایت محتسبینو د سیمې د قومي مخورو په منځګړیتوب حل او پر دوستۍ بدله کړه.

د روغې جوړې په پار جوړې شوې ولسي ناستې ته د یاد ولایت محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د اسلام په مبارک دین کې  د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلام مبارک دین موږ ته له ټولو قومي او ژبني تعصباتو لرې د ورور ولۍ په فضا کې د ژوند کولو امر کړی دی، چې باید پخپلو کې له یو بل سره د وروڼو په څېر چلند وکړو.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو تېره اونۍ کې اووه لویې دښمنۍ حل او پر دوستۍ بدلې کړې وې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۳۱
Background image

پکتیکا کې اووه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا ولایت محتسبینو په یوسف خېل، خوشامند، وړممۍ، وازیخواه او ارګون ولسوالیو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۳
Background image

میدان وردګ کې محتسبینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

د میدان وردګ  ولایت محتسبینو، د امیرالمؤمنین حفظه الله لوري د مېرمنو د حقونو خوندیتوب په موخه د جوړ شوي قانون له مخې، د  دې ولایت په چک ولسوالۍ کې یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۹
Background image

د هېواد په هلمند او زابل ولایتونو کې (۱۱) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په هلمند او زابل ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۱) مېرمنې، چې د. . .

BACK TO NEWS