لغمان کې محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه.

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۳
d_lghman_almanw_srh_nasth_wshw.jpg

 د لغمان ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د دې ولایت له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د امیر المؤمنین حفظه الله د فرامینو د تطبیق په موخه ناسته و کړه.

ناستې ته په خبرو کې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو  په ټولنه کې د علماوو، قومي مخورو او ځوانانو رول د ټولنې د اصلاح، د شریعت د تطبیق، او قوانینو د تنفیذ په برخه کې حیاتي وباله او له هغوی یې وغوښتل، چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او عامه پوهاوي په برخه کې دې له بېلا بېلو لارو له محتسبینو سره همکاري وکړي.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو د منکراتو د له منځه وړلو، د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، او په ټولنه کې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې کار کول خپل دیني او هېوادنی مسؤلیت یاد کړ او  ژمنه یې وکړه چې د اسلامي ټولنې د سالمې ودې لپاره به په ګډه کار کوي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د عامه ذهنیت د سمون، مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په نورو برخو کې اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۲۲
Background image

د امر بالمعروف وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته يو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا د یاد وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته "د دعوتي چارو د لا پیاوړتیا او په دې برخه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۷
Background image

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت د معین په توګه معرفي او په دنده پیل وکړ

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د عالي مقام حکم پر بنسټ، په یوې رسمي غونډه کې چې د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې اووه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، غور، لغمان او نورستان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې. . .

BACK TO NEWS