لغمان کې محتسبینو د یوې جبري نکاح مخه نیولې او بلې مېرمنې ته یې د مهر حق ورسپارلی

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۸:۲۷
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د لغمان ولايت محتسبینو د یوې مېرمنې د جبري نکاح مخه نیولې ده او په یو بل اقدام کې یې د یوې مېرمنې د مهر حق هغې ته ورسپارلی دی.

د لغمان ولایت د امر بالمعروف، نهې عن ‌لمنکر او شکایتونو اورېدلو رياست مسؤولین وایي چې د یوې مېرمنې له شکایت وروسته یې د هغې د جبري نکاح مخه نیولې ده د هغوی په وینا، یاده نجلۍ خپل پلار د هغې له خوښې پرته خپل تره زوی ته په نکاح ورکړې وه چې د موضوع د څېړلو لپاره د دواړه کورنۍ راوغوښتل شوې او د مېرمنو د حقونو په تړاو له بشپړو معلوماتو ورکولو وروسته د نوموړې له جبري نکاح څخه مخنیوی وشو.

همداراز د یاد ولایت محتسبینو په يوه بل جلا اقدام کې د یوې مېرمنې د مهر حق چې د کورنۍ له لوري خوړل شوی و، بېرته واخيستل شو او مېرمنې ته وسپارل شو.

د لغمان ولایت د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤولین ټینګار کوي چې هېڅوک حق نه لري يوه بالغه او عاقله مېرمن د هغې له خوښې پرته په نکاح ورکړي او یا هم د هغوی حقونه تر پښو لاندې کړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د مېرمنو د حقونو خوندیتوب په برخه کې د محتسبینو هڅې ستایي او پر دې باور دي چې ورته کړنې ټولنه کې اصلاح راولي او اسلامي ارزښتونه پیاوړي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د تېرکال په اوږدو کې د څه باندې (۱۰۰۰) جبري نکاحو مخنیوی ترسره کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۳
Background image

د امر باالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رهبري د وزارت اړوند نظامي محتسبینو لپاره یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په دعوتي چارو کې د لا ښې همغږۍ او دعوتي چارو پیاوړتیا په موخه په موخه د جوړ شوي یو ورځني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۹۷) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۳) د کورني تاوتریخوالي، (۱۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۵۲
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵کال د جوزا میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو راپور

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو او منسوبینو د روان (۱۴۰۵) کال په جوزا میاشت کې په ټولنه کې د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي، ژبني او کورنیو دښمنیو. . .

BACK TO NEWS