لغمان کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۶
dr_lghman_smynarpayan_yaft.jpeg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په لغمان ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د قانون د ښه تطبیق، له خلکو سره د غوره چلند کولو، په دعوتي برخه کې د ظرفیت لوړونې او د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د اولسمې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.

د دې روزنیز سمینار په وروستۍ ناسته کې چې د یاد ولایت د والي په ګډون د ټولو امارتي ادارو مسؤلینو پکې ګډون درلود وینا والو محتسبینو ته په خطاب کې وویل: د دعوت اصول او مراتب رعایتولو ته جدي پاملرنه وکړئ او د نبي علیه الصلوة والسلام او د هغه د صحابه کرامو رضي الله عنهم أسلوب او منهج پکې اختېار کړئ، د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه او د امر بالمعروف وزارت ښه نمائنده ګي وکړئ او په دعوتي برخه کې له ولس له غوره چلند څخه کار واخلئ.

هغوی ټینګار وکړ، چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړئ او پخپلو دعوتي کړنو کې له زور زیاتي او سخت چلند څخه ډډه وکړئ او او په دې برخه کې الهي لارښوونې په پام کې ونیسئ.

د یادولو وړ ده، چې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري د امربالمعروف وزارت د قانون د ښه تطبیق، له خلکو سره د غوره چلند کولو، په دعوتي برخه کې د ظرفیت لوړونې او د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د اولسمې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه تر دې وړاندې په کاپیسا ولایت کې هم روزنیز سمینار پای ته ورسېد چې د روزنیزو سمینارونو د لړۍ به دوام ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

محتسبینو د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د نشه یي توکو کښت له منځه وړی

غزني کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام د دې ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې امریت په همغږۍ د ده یک ولسوالۍ په لغباد کلي کې پر څه باندې څلوېښت متره مربع ځمکه باندې د بنګو کرل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

لغمان کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په لغمان ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۱۶
Background image

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵هـ. ل کال د سنبلې میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو راپور

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵) لمریز کال په سنبله میاشت کې په ټول هېواد کې د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي او کورنیو دښمنیو حل،. . .

BACK TO NEWS