لغمان کې د امر بالمعروف مسؤلینو له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۹:۶
jlwgyry_az_ahtkar_lghman.jpg

د لغمان ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي، نرخونو کنټرول او د اسلامي سوداګرۍ رامنځته کولو په موخه د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له یو شمېر سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې.

 مسؤلینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له سودا ګرو او هټۍوالو سره د سود، احتکار، دوکې، نرخونو کنټرول او له اسلامي احکامو سره د سمې سوداګرۍ په برخه کې سوداګرو او هټۍ والو ته سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل ترڅو خپلې چارې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي او په یادو برخو کې له سود، احتکار او ټولو غیر شرعي کړنو له کولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورته اصلاحي کړنې تر سره کوي، چې ور سره  په بازارونو کې د منکراتو په کموالي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۵۷
Background image

بدخشان کې محتسبینوشپږ شخړې حل کړې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د بدخشان ولایت محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۵۳
Background image

محتسبینو په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې دوه کوډ ګر نیولي دې

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د لوګر او ننګرهار ولایتونو محتسبینو د عامه ذهنیت د سمون، غیر اسلامي کړنو د مخنیوي او د یو اسلامي چاپېریال د رامنځته کولو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۴۸
Background image

د هېواد په غزني، بغلان او میدان وردګ ولایتونو کې پنځه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني، بغلان او میدان وردګ ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه پنځه. . .

BACK TO NEWS