فراه کې (۷۰) کلن سپین ږیري ته د یوې نجلۍ د اجباري نکاح مخه ونیول شوه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۹:۴۸
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د فراه ولایت محتسبینو د هغې نجلۍ د اجباري نکاح مخه ونیوله چې پلار یې غوښتل خپله لور د هغې له خوښې پرته، یوه (۷۰) کلن سپین ږیري ته د زیاتو پیسو په بدل کې په نکاح ورکړي.

په تړاو یې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي عبد المجید صمیم وویل ، یاده (۱۸) کلنه نجلۍ چې د فراه ولایت د مرکز کوشیب د کلي اوسېدونکې ده، پلار یې غوښتل چې د زیاتو پیسو په بدل کې یې یوه (۷۰) کلن سپین ږيري ته، د هغې له خوښې پرته په نکاح ورکړي، چې د محتسبینو له لوري د دې ناوړه پېښې مخه ونیول شوه.

ښاغلي صمیم زیاته کړه، د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، د هغه په وینا: هیڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسي چې د مېرمنو حقوق ګواښي.  

دا په داسې حال کې ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند اجباري نکاحو، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث سل ګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS