فراه کې محتسبینو له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ګډې همکارۍ په موخه ناسته وکړه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۳۵
nshst_mhtsbyn_dr_frah.jpeg

د فراه ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د سیمې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د امر بالمعروف وزارت د قانون د پلي کولو او په ټولنه کې د ناوړه د دودونو د مخنیوي او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ او همغږۍ په موخه ناسته وکړه.

دا ولسي ناسته چې موخه یې په ټولنه کې د ناوړه دودونو مخنیوی او په دې برخه کې له محتسبینو سره مرسته وه محتسبینو وویل: په ټولنه کې د علماوو، قومي مخورو او ځوانانو کړنې د ټولنې د اصلاح، د شریعت د تطبیق، او قوانینو د تنفیذ په برخه کې حیاتي رول لري او له هغوی یې وغوښتل، چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او عامه پوهاوي په برخه کې دې له بېلا بېلو لارو څخه له محتسبینو سره همکاري وکړي.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو د منکراتو د له منځه وړلو، د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، او په ټولنه کې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې کار کول خپل دیني او هېوادنی مسؤلیت یاد کړ او  ژمنه یې وکړه چې د اسلامي ټولنې د سالمې ودې لپاره به په ګډه کار کوي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د عامه ذهنیت د سمون، مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په نورو برخو کې اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

د امر بالمعروف وزارت له لوري د اووه زونونو (۵۵۰) مبلغینو ته درې ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د رهبرۍ له لوري (۵۵۰) مبلیغینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د جوړ شوي قانون او نصاب د تشریح او په دعوتي برخه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۸:۳۸
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۳۱) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۸) د کورني تاوتریخوالي، (۱۵). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د ټول افغانستان د ۳۴ ولایتونو په کچه د ۵۵۰ تنو د مبلغینو لپاره درې ورځنۍ اصلاحي او تربیتې غونډه پیل شوه.

یاده غونډه د لومړۍ ورځې لپاره د قران الکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه او موخه یې د مبلغینو د دعوتي او مسلکي ظرفیت د لوړولو،  د مبلیغینو د نوي قانون چې دعالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

BACK TO NEWS