فراه کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي تر څنګ تاریخ تېر خوراکی توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۲۸
ph_frah_d_ahtkar_mkhnwy_wshw.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د فراه ولایت محتسبینو د نورو امارتي ادارو په همغږۍ په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر خوارکي توکو څخه د څارنې پر مهال یو شمېر ټنه تاریخ تېر خوارکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبینو وویل: د تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکو خرڅلاو او په اجناسو کې تقلب د اسلام د مبارک دین له نظره ناروا عمل دی، چې مخنیوی یې زموږ لومړیتوب دی.

دغه راز ځایي اوسېدونکي هم د ټولنې د اصلاح په موخه د اصلاحي کړنو هر کلی کوي او ترڅنګ یې له محتسبینو غواړي چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت له لوري په دې برخه کې د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه جدي څارنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت د ځانګړو سپارښتنو او جوړو شویو کمېټو پر مټ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي په موخه کړنې تر سره کوي چې ور سره په یاده برخه کې د پام وړ تغیرات راغلي دي .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۱۷
Background image

محتسبینو  د هېواد په څلورو ولایتونو کې  پنځه مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا،کابل، پروان او فاریاب ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په دې برخه کې د ناوړه دودنو د مخنیوي په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۳۱
Background image

پکتیکا کې اووه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا ولایت محتسبینو په یوسف خېل، خوشامند، وړممۍ، وازیخواه او ارګون ولسوالیو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۳
Background image

میدان وردګ کې محتسبینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

د میدان وردګ  ولایت محتسبینو، د امیرالمؤمنین حفظه الله لوري د مېرمنو د حقونو خوندیتوب په موخه د جوړ شوي قانون له مخې، د  دې ولایت په چک ولسوالۍ کې یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه. . .

BACK TO NEWS