فراه کې محتسبینو درې کسان د جعلي پیسو د کارولو په تور نیولي دي

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۱۰
dstgyry_dw_tn_dr_pywnd_pysh_tqlb.jpg

د فراه ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو هغه درې کسان نیولي چې په بازار کې یې پر نه چلېدونکو یا جعلي پیسو کاروبار کاوه او خلک یې تېر ایستل.

په تړاو یې د یاد ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلین وایي: یاد کسان چې نږدې له (۳۰۰۰۰) زره جعلي افغاني پیسو سره د محتسبینو له لوري نیول شوي، چې د نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په بازارونو کې د سود، احتکار، دوکې او نورو ناوړه کړنو مخنیوي ته ژمن دي او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي، څو غیر شرعي کړنې تر سره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS