غزني کې ۹ مېرمنې د امر بالمعروف مسؤلینو په هڅو له خپلو شرعي حقونو برخمنې شوې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۲
drghzny_9_zn_ra_az_khshwnt_njat_dadnd.jpg

د غزني  ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تېره اونۍ د خپلو کړنو پر مهال د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د تأمین په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نهو مېرمنو بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې او هغوی ته یې خپل شرعي حقوق سپارلي دي.

د یاد ولایت محتسبین زیاتوي، چې تېره اونۍ یې د ۲۸روغتیایي مرکزونو، ۲۲ تعلیمي مرکزونو، ۹۲ واده تالارونو او ۳۱ ورزشي او تفریحي ځایونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې د وزارت له لوري په یادو برخو کې ټاکل شوي قوانین اورولي او له هغوی یې غوښتي، چې خپلې کړنې د وزارت د اصولو پر اساس تر سره کړي.

دغه راز د یاد ولایت محتسبینو په ۲۸ بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې ځایي خلکو ته د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د (۱۷) مې ګڼې فرمان په اساس له هغوی غوښتي، چې د ودونو، حج، عمرې او نورو خوښیو پر مهال دې د ناوړه دودونو له کولو ډډه وکړي.

ورته مهال د دې ولایت محتسبینو په ۵۲بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې، د مېرمنو د حقونو، د اولاد روزنې، د والدینو احترام، نشه یي توکو د نه کارولو او نه قاچاق، سوداګریزې کړنې د اسلامي اصولو پر اساس تر سره کولو او په دې برخه کې له سود، احتکار او خیانت کولو څخه د ځان ساتنې پر موضوعاتو اصلاحي ناستې کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS