غزني کې محتسبینو د تېلو ټانګونو له مسؤلینو غوښتي چې د لېتر له کموالي او د خرابو تېلو له پلور څخه ډډه وکړي

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۲۵
ba_msywlyn_ghzny_babt_tyl_by_kyfyt_nshst_shd.jpg

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په بازارونو کې د سود، احتکار، دوکې او وزن کموالي په موخه د خپلو څېړنيزو  کړنو پر مهال د مرکز او ولسوالیو په کچه د تېلو له ۲۶۵ پمپونو او تېل خرڅوونکو څخه د تېلو د لېتر د کموالي او د خرابو تېلو د پلورلو د مخنيوي په موخه د څارنې پر مهال له هغوی وغوښتل چې د لېتر له کموالي او د خرابو تېلو له پېر او پلور څخه ډډه وکړي.

د دې څارنې پر مهال د امر بالمعروف مسؤلینو د تېلو پمپونو مسؤلینو ته د لیتر کموالي، د تېلو د کیفیت ټیټوالی او د عیب پټولو څخه د ځان ساتلو په برخه کې د سپارښتنو پر مهال وویل، څو پخپلو سوداګريزو چارو کې اسلامي اصولو ته بشپړه پاملرنه وکړي.

دغه راز مسؤلینو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت  د قانون د(۱۸) مې مادې مطابق د ۳مې او ۴ مې فقرې سره سم  د اسلام په مبارک دین کې د اسلامي سوداګرۍ پر ارزښت خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې خپلې کړنې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي.

بل خوا ځایي اوسېدونکي یاد اقدام ستایي او زیاتوي، چې د محتسبینو ورته کړنو په بازارونو کې ګڼ اصلاحات راوستي او اوس د توکو له کیفیت څخه  ډاډه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې محتسبین وخت ناوخت له بازارانو څخه څارنه کوي او د اصلاحي ناستو پر مهال د سوداګرو او هټۍ والو پام خپلو دیني مکلفیتونو ته را اړوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS