غزني کې د محتسبینو په هڅو یوه نجلۍ د شرعي نکاح له حقوقو برخمنه شوه

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۳۳
ph_ghzny_yw_myrmn_wzhghwrl_shwy_dy.jpg

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د مرکز اړوند حیدر اباد سیمه کې یوه ځوانه نجلۍ، چې له  اوږدې مودې راهیسې د نکاح له شرعي حق څخه بې برخې وه او پلار او وروڼو  یې ورته د شرعي نکاح کولو اجازه نه ورکوله د محتسبینو په هڅو له خپل شرعي حق څخه برخمنه شوه.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یاده نجلۍ، چې پلار او وروڼو  یې له تېرو څو کلونو راهیسې له خپل ځان سره ساتلې وه او د شرعي نکاح حق یې ور څخه اخیستی و، چې د محتسبینو په هڅو له اوږد مهاله محرومیت څخه وژغورل شوه  او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۱۷
Background image

محتسبینو  د هېواد په څلورو ولایتونو کې  پنځه مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا،کابل، پروان او فاریاب ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په دې برخه کې د ناوړه دودنو د مخنیوي په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۳۱
Background image

پکتیکا کې اووه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا ولایت محتسبینو په یوسف خېل، خوشامند، وړممۍ، وازیخواه او ارګون ولسوالیو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۳
Background image

میدان وردګ کې محتسبینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

د میدان وردګ  ولایت محتسبینو، د امیرالمؤمنین حفظه الله لوري د مېرمنو د حقونو خوندیتوب په موخه د جوړ شوي قانون له مخې، د  دې ولایت په چک ولسوالۍ کې یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه. . .

BACK TO NEWS