شیخ الحدیث مولوي محمد  خالد الحنفي: د بشري حقوقو نړۍوال دعوه‌داران اصلاً د بشر د حقوقو په تعریف نه پوهېږي

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۹
khbr_nhayy_sfr_wzyr_sahb_bh_hrat_22_srtan.jpg

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي د ولایتي سفرونو په دوام، لوېدیځو ولایتونو ته د رسمي سفر پر مهال د هرات، فراه، غور او بادغېس ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مخورو متنفذینو او مسولینو سره د یاد وزارت د قانون د تطبیق، د معروفاتو اقامې او د منکراتو  مخنیوي کې د ګډي همږغئ په موخه په هرات کې ناسته وکړه.

شیخ صاحب په خپلو څرګندونو کې وویل: د بشري حقوقو نړۍوال دعوه‌داران اصلاً د بشر د حقوقو په تعریف نه پوهېږي؛ ځکه د بشر حقوق یوازې دوه درې مسائل نه دي؛ بلکې امنیت، د ژوند، مال او عزت ساتنه، له فساد او بې لارې څخه راګرځول، له نشه‌یي توکو خلاصون او ورته نور د بشر اساسي حقونه دي، چې یوازې اسلامي نظام دا حقوق ورکړي.

شیخ صاحب زیاته کړه: نړۍوال کفري جهتونه د نړۍ په نورو سیمو کې د زرګونو ښځو او ماشومانو په قتل عام او پر هغوی د کېدونکو وحشتونو په تړاو چپ پاتې دي، خو په افغانستان کې د حجاب په کولو، یادېته ورته نورو  چې د شریعت حکم وې، غوغا جوړوي او واقعیتونه د خپلو سیاسي موخو لپاره په شیطانت سره تحریفوي.

 شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي د خپلو خبرو په دوام نړۍوالو ته په خطاب کې وویل: په افغانستان کې د اسلام له اصولو سره موافق د بشر حقوق تأمین دي؛ زړه‌سواند جهتونه دې له هغو محکومو ولسونو سره د بشریت د حقوقو رښتینې خواخوږي وکړي، چې د وخت جابرانو یې ټول انساني حقوق پایمال کړي او حتی د ژوند کولو حق نه ورکوي.

هغه د رسنیو پر مسؤولینو غږ وکړ، چې ستاسې فرض دی، چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون لومړی پخپل ځان تطبیق کړئ او بیا یې د خپلو ادرسونو له لارې تر خلکو ورسوئ؛ ځکه له مطبوعاتو په اوس وخت کې د منبر کار اخیستل کېدی شي، دا ستاسې مسؤلیت دی چې په دې برخه کې خپل مکلفیت اداء کړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۲۲
Background image

د امر بالمعروف وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته يو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا د یاد وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته "د دعوتي چارو د لا پیاوړتیا او په دې برخه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۷
Background image

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت د معین په توګه معرفي او په دنده پیل وکړ

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د عالي مقام حکم پر بنسټ، په یوې رسمي غونډه کې چې د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې اووه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، غور، لغمان او نورستان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې. . .

BACK TO NEWS