زابل کې محتسبینو شپږ شخړې حل کړې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۲
hl_shsh_akhtlaf_dr_zabl.jpg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه  د کورنیو تر منځ شپږ شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

محتسبین وایي: د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي، چې قومي او ژبنۍ دښمني وپالي.

محتسبینو ورته مهال له ځایي خلکو سره د ولسي ناستې پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي خلکو وغوښتل، چې د ورته ستونزو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنې ستاسي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د منکراتود مخنیوي تر څنګ د شته ناخوالو ، شخړو او دښمنیو د مخنیوي په موخه خپلې کړنې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۷
Background image

محتسبینو په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې دوه شخړې حل او ښکېلو اړخونو تر منځ روغه  وکړه

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېولو وزارت محتسبینو په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

زابل کې محتسبینو شپږ شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۳۷
Background image

محتسبینو په غزني او پکتیا ولایتو کې پنځه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د  پکتیا او غزني ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا د یادو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې پنځه. . .

BACK TO NEWS