زابل کې محتسبینو د نورو امارتي ادارو په همکارۍ پر هټۍ والو رسمي نرخپاڼې ووېشلې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۹:۱۱
_ahtkar_

د زابل ولایت  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست په مشرۍ او د نورو امارتي ادارو په همکارۍ د احتکار د مخنیوي کمیټې له لوري پر سوداګرو او هټۍ والو د لومړنیو توکو د خرڅلاو لپاره رسمي نرخپاڼې ووېشل شوې.

یاده کمیټه چې د یو شمېر امارتي ادارو استازي یې غړي دي، د بازار د وضعیت، د خلکو د اړتیاوو او د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په موخه یې د خوراکي او لومړنیو اړتیاوو د توکو بیې وڅېړلې او د شریعت، نافذه قوانینو او د اسلامي امارت د لارښوونو سره سم یې رسمي نرخپاڼې پر ځایي هټۍ والو او سوداګرو ووېشلې او له هغوی یې وغوښتل، چې له ټاکل شویو بیو څخه سرغړونه ونه کړي، د احتکار، په لوړه بیه خرڅلاو، دوکې او له هر ډول ناوړه کړنو له کولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت له لوري په هېواد کې د احتکار مخنیوي او تاریخ تېر موادو د له منځه وړلو په موخه جوړې شوې کمیټې به په دوامداره توګه د بازارونو څارنه کوي تر څو د نرخپاڼو عملي کېدل یقیني شي او د ښاریانو اقتصادي ستونزې تر ممکنه بریده راکمې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS