زابل کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي تر څنګ تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۵۱
jlwgyry_az_mwad_by_kyfyt_dr_zabl.jpg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو د نورو امارتي ادارو په ملتیا، په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر خوارکي توکو څخه د څارنې پر مهال پنځه ټنه تاریخ تېر خوارکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبینو وویل: د تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکو خرڅلاو او په اجناسو کې تقلب د اسلام د مبارک دین له نظره ناروا عمل دی، چې مخنیوی یې زموږ لومړیتوب دی.

دغه راز ځایي اوسېدونکي هم د ټولنې د اصلاح په موخه د اصلاحي کړنو هر کلی کوي او ترڅنګ یې له محتسبینو غواړي، چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت له لوري په دې برخه کې د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه جدي څارنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت د ځانګړو سپارښتنو او جوړو شویو کمېټو پر مټ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي په موخه کړنې تر سره کوي، چې ور سره په یاده برخه کې د پام وړ تغیرات راغلي دي .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS