زابل کې محتسبینو درې شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۲۶
hl_sh_akhtlafat_dr_zabl.jpg

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د علماوو، قومي مخورو په همکارۍ په خاک افغان ولسوالۍ کې درې قومي شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

محتسبین وایي: یادې شخړې له څه مودې راهیسې د اړوندو لوریو ترمنځ د اختلاف او ناندریو سبب ګرځېدلې وې، چې د محتسبینو له پرله‌پسې هڅو، منځګړیتوب او د دواړو خواوو ترمنځ د تفاهم د رامنځته کولو په پایله کې په سوله‌ییز ډول حل شوې.

د شخړو د حل په لړ کې د اسلامي شریعت د اصولو، متقابل احترام او ورورولۍ پر ارزښت ټینګار وشو او دواړو لوریو د راتلونکي لپاره د سولې، همغږۍ او ښه ګاونډیتوب ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS