زابل کې د محتسبینو په هڅو یو ځوان له پنځه کلنې نادرکۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۰:۱۸
dr_zabl_yk_jwan_ps_az_pnj_sal_bh_khanwadh_ash_ykja_shd

د زابل ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر  ریاست محتسبینو په هڅو یو ځوان تر پنځه کلنې نادرکۍ وروسته پیدا او بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

په تړاو یې د یاد ولایت د امربالمعروف مسؤلین وایي: نوموړی ځوان چې عمر یې اتلس کاله دی، پنځه کاله وړاندې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوی و، چې بېرته د محتسبینو له لوري پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

هغوی زیاتوي، چې یاد کس د روزګان ولایت د چار چینو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې له پیدا کېدلو وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

د یادولو وړ ده، چې د فراه ولایت د امر بالمعروف محتسبینو هم په یوه غوره اقدام کې مېرمن او څلور اولادونه یې له ۱۲ کلنې نادرکۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS