زابل کې د امر بالمعروف مسؤلینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۰:۱۱
njat_yk_zn_dr_zabl.jpeg

د زابل ولایت د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو هغه مېرمن له کورني ظلم څخه وژغورله، چې له اوږدې مودې راهیسې د خاوند د ناوړه چلند له امله د خپل پلار په کور کې اوسېدلې او بې سر نوشته پاتې وه د محتسبینو په هڅو وژغورل شوه.

په دې تړاو د یاد ولایت مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې د خپل خاوند او د هغه د کورنۍ له ‌خوا له فزیکي او رواني تاوتریخوالي، ناوړه چلند او وهلو ټکولو سره مخ وه او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو په هڅو له شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

محتسبینو د یادې مېرمنې د خسرګنۍ له غړو سره په اصلاحي ناسته کې د اسلام په مبارک دین کې د مېرمنو د حقونو په تړاو خبرې وکړې او له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه تېره میاشت کې د مېرمنو اړوند سلګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې او ډاډ څرګندوي چې په پوره توان به د هغو ټولو بدو پېښو مخه نیسي، چې له امله یې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۳
Background image

میدان وردګ کې محتسبینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

د میدان وردګ  ولایت محتسبینو، د امیرالمؤمنین حفظه الله لوري د مېرمنو د حقونو خوندیتوب په موخه د جوړ شوي قانون له مخې، د  دې ولایت په چک ولسوالۍ کې یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۹
Background image

د هېواد په هلمند او زابل ولایتونو کې (۱۱) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په هلمند او زابل ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۱) مېرمنې، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۸:۴۰
Background image

محتسبینو په زابل ولایت کې د ځمکې پر سر راپورته شوې اووه کلنه شخړه حل کړه

 زابل ولایت محتسبینو د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې د دې ولایت په شملزو ولسوالۍ ځنځیر سېمه کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې اووه کلنه شخړه، چې د دواړو خواوو سلګونه د لمریزې. . .

BACK TO NEWS