د (۱۶) کلن کورني تاوتریخوالي قرباني شوې مېرمن د محتسبینو له لوري وژغورل شوه 

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۸:۹
mydan_wrdk_-_qrbany_khshwnt_hay_hqwq_znan_.jpg

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ محتسبینو د سیمې د قومي مخورو په ملتیا یوه مېرمن، چې د خپل خاوند له لوري له تېرو (۱۶) کلنو راهیسې له هر ډول شرعي حقونو څخه بې برخې او کورني تاوتریخوالي سر مخ وه، وژغورله. 
په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف رئیس مولوي عبد الله محمد وایي، یاده مېرمن چې د کریمدادو د کلي اوسېدونکې ده، له (۱۶) کلونو راهیسې د خپل خاوند له لوري له خپلو ټولو شرعي او انساني حقوقو څخه بې‌ برخې وه، چې د محتسبینو له لوري وژغورل شوه او له خاوند څخه یې ژمنه واخیستل شوه چې په راتلونکي کې د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.
هغه زیاتوي، د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان او د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د سپارښتنو پر اساس د مېرمنو د ټولو حقونو ورکړې او ساتنې ته ژمن دي او هڅه کوي چې په هېواد کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو او ناوړه پېښو مخه ونیسي . 
دا په داسې حال کې ده چې د یاد ولایت محتسبینو تر دې وړاندې هم په دې ولایت د لسګونه ورته پېښو مخه نیولې او ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې د ټولنې په اصلاح کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۲۲
Background image

د امر بالمعروف وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته يو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا د یاد وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته "د دعوتي چارو د لا پیاوړتیا او په دې برخه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۷
Background image

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت د معین په توګه معرفي او په دنده پیل وکړ

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د عالي مقام حکم پر بنسټ، په یوې رسمي غونډه کې چې د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې اووه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، غور، لغمان او نورستان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې. . .

BACK TO NEWS