د کابل ښاري ریاست محتسبینو له لسګونو روغتیایي او سوداګريزو مرکزونو څخه څارنه کړې
د کابل ولایت ښاري ریاست محتسبینو د منکراتو مخنیوي، معروفاتو اقامې او د خلکو د ستونزو اورېدلو په موخه له ۱۲۰ روغتیایي مرکزونو او ۷۲ سوداګریزو مارکیټونو څخه څارنه کړې.
د ښاري ریاست محتسبینو په وینا، د څارنې په ترڅ کې یې د یادو مرکزو له مسؤولینو سره ناستو کې هغوی ته سپارښتنه کړې، څو په خپلو چارو کې اسلامي اصول په پام کې ونیسي او د معروفاتو په اقامه کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.
هغوی همداراز د روغتیایي مرکزونو له مسؤولینو غوښتي، څو له مراجعینو سره غوره چلند وکړي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یاد وزارت محتسبین وخت ناوخت له ورته مرکزونو څخه څارنه کوي او د خلکو د ستونزو د اورېدلو ترڅنګ خلک معروفاتو ته رابولي او له منکراتو یې راګرځوي.
