د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ محتسبینو هغه کس نیولی چې ادعا یې کوله له پېريانو سره د ټلفن له لارې خبرې کوي

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۵۰
img-20260409-wa0006.jpg

د کابل ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو اطرافي ریاست اړوند سروبي ولسوالۍ محتسبینو هغه کس نیولی، چې ادعا یې کوله له پیریانو سره د ګرځنده ټلفن له لارې اړیکه نیسي او د هغو کسانو درملنه کوي چې له پېريانو څخه اغیزمن وي.
د معلوماتو له مخې یاد کس خلکو ته ویل، چې پیریان د هغه خبرې درک کوي او ورسره مستقیمه اړیکه نیسي.
د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤولین وایي، چې دا ډول کړنې او ادعاوې خرافات بلل کېږي او له شرعي اصولو سره په ټکر کې دي.
یاد وزارت همداراز ټینګار کوي، چې د ټولنې د اصلاح او خرافاتو او ناسمو باورونو مخنیوي ته ژمن دي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي څو د خلکو په باورونو لوبې وکړي او له هغوی څخه په ورته بهانو پیسې واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د ټولنې اوونۍ په اوږدو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ۲۴ تنه کوډګر هم نیولي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS