د هېواد په غزني، بغلان او میدان وردګ ولایتونو کې پنځه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني، بغلان او میدان وردګ ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه پنځه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې.
محتسبین وایي: د مېرمنو اړوند قضیو کې د کورني تاوتریخوالي، کورني بند، نفقې او میراث قضې شاملې دې،چې د ناوړه دودونو پر اساس مېرمنې ترې محرومې شوې وې.
محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.
د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو په تېره حمل میاشت کې د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې له (۴۰۱) څخه زیاتو بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، نفقېو کورني بند، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.
